ده ‘مېکزم ګورکي’ ناول ته نظر!
حسن فلک
قامه، فن صرف د تخیل څخه راوتلې د جذباتو انعکاس نه وي کله کله فن مونږ ته په سماج کښې موجود مادي تضادات هم په ګوته کوي او دا حقیقت پسند فن بللې کیږي. فن لا نور خوندور شي کله چې هغه د موجوده نړۍ نه د یو ښه نړۍ تصور وړاندې کوي. او هم دا فن اکثر نظریاتي هتهیار وي ولې چې د خپل مادي حقیقتونو سره د ممکنه مستقبل شعور انسان ته وربښي. ده داسې فن یو مثال د ګورکي لالا ‘مور’ ناول دې. دا که څوک د تفریح خوند مزې دپاره ګوري نو بیا دې بیخي نه ګوري. دا عظیم شاهکار د حقیقت هینداره ده. باید په سنجیده نظر وکتلې شي.
دا ناول د یو مور کردار وړاندې کوي چې د مزدور طبقې سره تعلق ساتي. د کردار نامه ‘پلاګیا’ دے چې په شروع کښې یوه مظلومه او یو غیر سیاسي کردار دے خو بیا ورو ورو د خپل بچي ‘پاول’ او د انقلابي کارکنانو په ذریعه د شعور خواږه تر لاسه کړي او د یوې غیر سیاسي مور نه یوه باشعوره انقلابي مور جوړه شي. دا ناول په 1905کښې د روس ټولنې د انقلابي بطن انعکاس دے چیرته چې محنت کش خلک د یوې ‘نوې’ دنیا خوب ویني خو دغه نوې دنیا د عمران خان د نوې پاکستان غوندې بیخي نه وي.
د ناول د ټولو نه بنیادي اړخ په کوم چې ګورکي رڼا اچوي هغه دا دے چې ظلم او استحصال یو مجرد اخلاقي مسئله نه ده بلکه دا د یو طبقاتي نظام نتیجه ده. په ناول کښې په کارخانو کښې کار کوونکي د مزدورانو غربت، د ریاستي ادارو جبر او د تعلیم او خاص کر د شعور اهمیت دا بنیادي اړخونه په جمالیاتي انداز بیان کړلې شوي دي. دا ټول اړخونه مونږ باندې دا خبره واضحه کوي چې انسان ته د راپېښو مصیبتونو جړ فقط ظالمان افراد نه دي بلکه هغه معاشي نظام او سیاسي ډهانچې دي چې استحصال ته دوام وربښي.
اوس د پاکستان په تناظر کښې که مونږ محکوم قومونه ګورو نو د هغوي په مرو هم یو داسې نظام غلې دې کوم چې دوي نه د یو مکترم ژوند ټولې وسیلې اخیستې دي. دلته معاشي مسئله تقریبا هر چا ته را پېښه ده او په روز مره ژوند کښې دا بیخي عام خبره ده. تنخواه ګانو ته وګورۍ، بیا د تعلیم او صحت اخراجات، داسې روز مره ضرورتونه او د شیانو قیمتونه، د اشرافیې کردار، د جرنيلانو قبضې، سامراجی جنګونه، زمونږ د وسائلو استحصال، د مولانا خانزیب په شان خلکو وژنه، په جیلونو کښې پراته د علي وزیر، ماه رنګ بلوچ او حاجي صمد په شان بې ګناه خلق، او روز مره لوټ مار… مونږ بیخي دغې حقیقتونو سره په صف کښې ودروي کوم چې ‘ګورکي’ په دې ناول کښې وړاندې کوي.
مارکس به وئیل چې محنت د زندګۍ بنیاد دې خو تاسو سوچ وکړۍ کوم محنت چې کیږي د هغې انعام د چا لاسو ته ځي؟ کوم خلک چې محنت کوي هغوي ته څومره فایده رسي د خپل محنت؟ په سوات او په نورو ځایونو کښې د کوئلې په کان کښې د مزدور ژوند څنګه دے؟ د سوات بدها شاهین کاکا وايي داسې یو کار دې ما ته څوک په ګوته کړي چې پاکستان مونږ له کړے وي او زه پې خپلو بچو له د یو دوه ورځو نه په ښه ګټلې شم؟ هغه که وي موټروے جوړوي هم یې چا له جوړوي، که ‘ملم ژبه’ ابادوي هم یې د چا دپاره کوي او وي زه پکښې په یو لاکھ روپۍ شپه نه شم کولې… داسې وګورۍ نن انسان او مشین کښې داسې کوم فرق پاتې دے؟ او ځای ورپسې…
ګورکي لالا دا خبره هم ډیره ښکلې واضحه کړې چې د پوهې او شعور نه بغیر مونږ د خپل مسائلو بنیادونه نه شو درک کولې کوم چې مادي بنیادونه وي. خو ګورکي صرف انساني غمونه او مسائل نه تصویروي بلکه یو انقلابي رجائیت Revolutionary optimism هم وړاندې کوي او دا خبره ډیره ښه واضحه کوي چې شعور تر لاسه کیدای شي، د موجوده ظالم خلاف مذاخمت او جدوجهد کیدای شي، او د تاریخ دا لړۍ انقلاب بدلوې شي کوم کښې چې د مور غوندې یو عام کردار هم پوره پوره برخه اخیستې شي.
مونږ ته پکار دي چې داسې کتابونو ولولو کوم چې مونږ ته هغه نظر راکړي چې مونږ پرې د خپل حالت مادي جړې ووینو، ځان پرې پوهه کړو او د یوې داسې دنیا دپاره کوښښ وکړو چیرته چې د یو انسان لاس د بل انسان په وینو رنګ نه وي، چیرته چې هیڅ قسمه استحصال نه وي، چیرته چې امن وي، سکون وي، ژوند وي، سندرې وي، مینه وي، همدردي وي او تر ټولو نه مهم د انساني وقار تحفظ وي.