ماه رنګ بلوچ ته د عمر قيد سزا او د رياست لخوا د محکوم قامونو خلاف د منظم نسل پرستۍ اظهار
حسن فلک
تر نن وخته پورې د جديد رياست په نوعیت زمونږ تر مينځه بحث روان وو. يو طرف ته هغه کلاسیکل لبرل وو چې چا چې مسلسل د دې خبرې وکالت کړې چې رياست يوه غير جانب داره اداره ده چې د معاشرې د خلکو د مشترک مفاداتو نماينده ده. خو مونږ مارکسسټانو د هميشه نه ده دې دعوې نفي کړې او تاريخ ګواه دې چې د چا دعوه د زمکني حقیقتونو سره سمون خوري. څومره چې هم لبرل رياستونه دي چې د روشن خيالۍ پيداوار ګڼلې کيږي دا ټول د سرمايه دارۍ د منطق لاندې کار کوي او دا هيڅ کله غير جانبدار منځګړي نه دي بلکه د مادي تعلقاتو انعکاس وي. ده دې قوانين، پوليس، عدالتونه او انتظاميه ده يو خاص چوکاټ دننه کار کوي او د موجوده نظام تولید کوي.
په موجوده رياستونو کښې دا يو خاصيت مشترک دې چې دا هر سیاسي تحريک او د هغې سره تړلې مشران چې د خلکو سياسي مسائل مخې ته راوړي او د رياست نه د هغې د حل سوال کوي هغه د دفاعي خطرې د منطق په ژبه نه صرف مجرمان ګرځولې کيږي بلکه دغه پوره تحريک د تشدد په زور دباؤ کوي. د پاکستان د حکمرانې طبقې دا پخوانۍ طريقه ده چې د دفاع په نامه باندې هر سیاسي تحريک د ملک د مفاداتو په ضد متعارف کړي او کالعدم يې کړي. ما په خپل زلميتوب کښې يو پي ټي ايم او بل بي وائي سي تحريک وليدو چې ده هغوي جائز مطالبات د انتها پسندۍ او د رياستي دفاع د منطق د لاندې مسخ کړې شول او ده دې تحريکونو سره تړلې خلک نظر بند کړې شول، غيب کړې شول او يا مړه کړې شول. دا يو منطق دې چې هر تحريک له دلته د جرم نوم او د هغې سره تړلې خلکو له د مجرمانو نوم ورکړې شي او بيا هغه له مينځه يوړې شي.
جديد لبرل رياستونه په ساختياتي توګه نسل پرست دي. نن چې د ماه رنګ بلوچ سره کوم سلوک وشو دا فقط د يو فرد سره د تعصب يا د نفرت په بنياد ونه شو او کوم نفسياتي پوهان چې دې مسئلې ته دا نظر کوي هغوي دلته تير ووځي. حقیقت دا دې چې د ماه رنګ او د صبغت بلوچ خلاف د عمر قید سزا د هغې نسل پرست رويې اظهار دې کوم چې دې رياست د پسمانده خلکو خلاف پاللې. جديد لبرل رياستونه مسلسل په نسل پرستۍ باندې انحصار کوي. دا نسل پرستي يو داسې سياسي عمل دې چې پرې د مزاحمت لار ونيسلې شي او د مذاحمت کوونکو شناخت دترهګرو سره يو شان کړې شي. يو ځل چې دا تصور په سماجي او معاشرتي کچه عام کړې شي نو بيا د مذاحمت کوونکو خلاف هر قسمه غير معمولي اقدامات، جبر او تشدد د رياستي ادارو لپاره جائز وګرځي.
مونږ په ماضي کښې وليدل چې د ماه رنګ بلوچ په به اکثر صحافيانو دا تپوس کوو چې ته د بي-ايل-اے مذمت وکړه دا زکه چې بي-ايل-اے د بلوچ شناخت په توګه وړاندې کيده. بي-ايل-اے يو ترهګر تنظیم ګرځولې شوې او هم داسې د بلوچو مذاحمت ته رياست دغه نظر کړې. مونږ دا هم وليدل چې د ايمان مزاري او هادي چټا غوندې وکيلان چا چې د غيب کړلې شویو خلکو مقدمې په عدالت کښې پيش کولې هغوي نظر بند شو او د بلوچو د دې تحريک خلک نظر بند شو، غلې کړې شول او دباؤ کړلې شول او د هغوي ټول جمهوري مطالبات د دفاعي منطق لاندې مسترد کړې شول. بلوچ نمک حرام او بې وفا وبلل شول. کوم خلک چې سحر ماښام د جمهوريت خبرې کوي هغوي نه ويني چې دې رياستونو کښې جمهوريت په خپله جرم دې.
د بلوچ قومي جدوجهد پرامن مشرانو ته د عمر قيد سزا فقط د عدالت ناکامي يا د بلوچ برادري سره ناانصافي نه ده. دا په اصل کښې د يو داسې داخلي دشمن تشکيل دې چې د چا مطالبات، اواز، او سياسي مؤقف د اوريدلو په ځای هغه نيغ په نيغه مسترد کړل کيږي او دا د دغې مؤقف د موادو په بنياد نه مسترد کيږي بلکه د دغې خلکو د شناخت په بنياد د هغوي د مؤقف اوريدلو نه مخکښې مسترد کړل شي. پاکستان کښې چې د محکوم خلکو وجود په غير معمولي قوانينو، شک، چيک پوسټو، او رياستي جبر لاندې منظم کړې کيږي نو بيا مونږ څنګ دا دعوه کولې شو چې دا فقط اتفاق دے يا يو حادثه او بدمرغي ده؟ دا څه هم نه دي بلکې دا هغه نسل پرستي او استعماريت دې چې د دې رياست په سماجي تعلقاتو کښې ريښې لري.