روزنامہ جدوجہد
خبریں پاکستان بین الاقوامی ادارتی کالم سیاست کھیل تعلیم صحت ٹیکنالوجی ثقافت کاروبار
آزادی اظہار وہی ہے جو مختلف سوچ رکھنے والوں کو حاصل ہو الخميس, 30 جولائی 2026

څو اعتراضونو ته جوابونه

څو اعتراضونو ته جوابونه

حسن فلک

(١) د پي ټي ایم پلویان د victimhood ښکار دي؟

یعنې د پي ټی ایم پلویان د مظلومیت ذهنیت ښکار دي. دا یو ډیر بې بنیاده او په مفروضې ولاړه دعوی ده. دا دعوی په دې مفروضه ولاړه ده چې د ظلم خلاف اواز پورته کول د ‘مظلومیت ډرامه’ کول دي. خو کوم خلک چې دا خبره کوي هغوي ته څنګ په نظر نه راځي چې د x-فاټا او وزیرستان نه ونیسه تر نورو قبایلي سیمو پورې یعنې دا پوره خطه د ریاست جبری کاروایانو، د drones حملو، د خلکو ګمشدګو، د جنازو او د ناروا سلوک څخه را تېره خاوره ده. پي ټي ایم د دې نتیجه کښې را پورته شوے نو چې کوم خلک د دې ملاتړ کوي هغوي فقط د victimhood ښکار نه بلکه د مزاحمت یو اجتماعی غږ دے. دلته به په victimhood سره سره resistance هم د نظره نه غورځوو کوم چې د تېرو اتو کالو نه روان دے. چې خلک د ظالم خلاف یو منظم غږ پورته کړي، عالمي ضمیر ته دچکې ورکړي، او خپل مظلومیت له یو منظم سیاسی شکل ورکړي نو دا فقط victimhood نه بلکه مذاحمت دے.

نوټ: دا اعتراض چې څوک کوي هغوي د Genetic fallacy ښکار کیږي یعنې دوي په دلیل خبره نه کوي بلکه د دلیل په ‘source’ خبره کوي چې لکه پي ټي ایم د مظلومیت د احساس نه متاثره دې نو خبرې يې زکه غلطې دي. یاده دې وي چې پي ټي ایم کښې کوم خلک دي نو زیاتره پکښې د شل پنځیش کالو ظلم ځپلي خلک دي، که هغوي دا ظلم په ګوته کوي نو دې سره د هغوي خبرې غلطې نه ثابتیږي. د دې مثال داسې دے لکه چې فلس-طین واله د 1srae1 د جبر خلاف راوچت شي او ته ورته ووایې چې ته د مظلومیت د احساس ښکار یې نو لهذا ستا خبرې حقیقت نه لرې دي. دا څه sense نه جوړوي. دا اعتراض چې پي ټي ایم واله د victim hood ښکار دي دې کښې Ad hominem مغالطه هم پټه ده هغه داسې چې مجموعی توګه د پي ټی ایم د پلویانو احساس باندې ګزار دے او په هغې خلکو د 2001 نه روان جبر باندې سترګې پټول دي.

(٢) د پي ټي ایم جړې د تالبانو سره ملاؤ دي لهذا دا د باچا خان د خدايي خدمتګار تحریک تسلسل نه شي کیدای؟

دا اعتراض چې د خدايي خدمتګار تحریک په عدم تشدد ولاړ وو او د پي ټي ایم جړې د تالبانو سره ملاؤ دي دا هغه propaganda ده کوم چې د ریاست لخوا propagate شوې او ډير خلک د دې په اثر کښې دي او دا د straw-man fallacy واضح مثال دے هغه داسې چې د پي ټي ایم اصل دریځ په کښې مسخ کیږي او د پي ټي ایم پر ضد یوه بله دعوی راولاړیږي چې بیخي د زمکني حقایقو نه انکار دے.

تر اوسه پورې نه د ریاست سره او نه د بل چا سره دا ثبوت شته چې د پي ټي ایم او تالبانو په مینځ کښې څه تنظیمي یا نظریاتي اړیکې ثابت کړي او نه تر دې دمه پورې د تحریک یو مشر د داسې څه اړیکې اظهار کړې دې. حقیقت خو دا دې چې پي ټي ایم پخپله د دې ‘talibanized policies’ په خلاف په وجود کښې راغلې تحریک دے د کوم policies له وجې چې ریاست او د هغې proxies په شریکه قبایلي سیمو کښې د تباهۍ اوور بل کړې. پی ټی ایم تل د ترهګرۍ، جبري ګمشدګیو، او ریاستي پالیسو پر ضد دریځ نیولی- د تالبانو خلاف احتجاجونه، د شهید ارمان لوڼي غږ، د علی وزیر قید، دا ټول د دغې مزاحمت مظاهره ده. دا به څرنګه د طالبانو ملګرتیا وي زه نه پوهېږم.

تحریک څنګ د خدايي خدمتګار تحریک تسلسل دے؟

زه ورته د خدايي خدمتګار تحریک تسلسل په دې بنیاد وایم چې دواړو تحریکونو د عدم تشدد لمن نیولې او د عدم تشدد په ذریعه یې د خپل قامي حقونو دپاره غږ پورته کړې. دواړو تحریکونو په ریاستي کچه د غدارۍ، ایجنډا پرستۍ او د بهرنی آلہ کارو، سهولت کارو طعنې خوړلي. منظور په خپله څو تقریرونو کښې دا خبره سپینه کړې چې مونږ د باچا خان بابا د عدم تشدد په لار روان یو او هر قسمه قربانۍ ته تیار یو. په خدايي خدمتګارو هم ظلم شوئ وو، په پي ټي ایم والو هم کیږي، هغوي هم جیلونو ته اچول شوې وو، دوي هم واچول شو، هغوي باندې هم د غدارۍ تور لګیدلے وو په دوي هم لګیدلے نو زکه وایو چې پي ټی ایم د خدايي خدمتګار تحریک د فکري او مذاحمتي ورثې تسلسل دے. کوم خلک چې پي ټی ایم ته د یو ‘قبايلي پسمانده تحریک’ نظر کوي نو دا پخپله د باچا خان بابا د مذاحمتې ورثې سره د غدارۍ برابر دے.

او آخرۍ خبره د منظور غیر موجودګي د تحریک غیر موجودګي نه ده. تحریک اوس هم شعوري طور موجود دے. اوس هم په ټولنیز رسنيو کښې د پي ټی ایم غږ موجود دے. اوس هم مشران په جیلونو کښې د ظلم مخې ته لکه د غر ولاړ دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ته نور توان!

ماخذ: جدوجہد

تبصرے (0)

تبصرہ کریں

باخبر رہیں

تازہ ترین خبروں اور اپ ڈیٹس کے لیے ہمارے نیوز لیٹر کو سبسکرائب کریں